د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړې استازې د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې، آغلې روزا اتونبايوا، د بهرنيو چارو وزير، محترم مولوي امير خان متقي سره وليدل.
په پيل کې آغلې روزا اتونبايوا د بهرنيو چارو وزير ته د يوناما نوې سياسي مرستياله، آغلې جورجيت گانيون، معرفي کړه او د افغانستان په ګډون بېلابېلو هيوادونو کې يې د مېرمن جورجيت کاري سابقې په اړه معلومات وړاندې کړل.
د بهرنيو چارو وزير هيله وښوده چې د آغلې جورجيت په راتګ را سره په سياسي ډګر کې د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې نورې هم پياوړې شي او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت له خوا د هر ډول اړينې همکارۍ ډاډ ور کړ.
په دې ليدنه کې همداراز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعاليت پر بېلابېلو اړخونو بحث وشو او دواړو لورو د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د بېلابېلو غونډو په اړه نظرونه تبادله کړل.