د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د هند جمهوریت ځانګړي استازي ښاغلي جي پي سنګ وکتل.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او د خلکو ترمنځ د تګ او راتګ په اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.
مولوي امیر خان متقي ټینګار وکړ، چې د سوداګریزو اړیکو د لاپراختیا لپاره باید افغان وګړو ته، په ځانګړې توګه سوداګرو ته د هند د ویزو ورکولو کې اسانتیاوې لا زیاتې شي.
همداراز د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د هند له بشري مرستو مننه وکړه او پراختیايي برخه کې یې د هند ژمنې هیلهبښونکې وبللې.
ښاغلي جي پي سنګ په خپل وار وویل، چې هېواد ته یې افغانستان سره اړیکې مهمې دي او د دواړو هېوادونو اړیکې لرغونی تاریخ لري.
د هند ځانګړي استازي وویل، افغانانو سره د بشري مرستو ترڅنګ یې هېواد پراختیایي مرستې هم پیل کړي دي او اړوندو افغان ارګانونو سره په تخنیکي خبرو بوخت دي.
ښاغلي جي پي سنګ ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه ده او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هند د تخنیکي پلاوو ترمنځ خبرې اترې وشي.
ده همداراز ژمنه وکړه، چې افغانانو ته د هند د ویزو په برخه کې به اسانتیاوې لا زیاتې شي.