د ایران د عدلیې مرستیال وزیر د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په خپل کارې دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت عدلیې وزارت مرستیال وزیر ښاغلي دکتور عسکر جلالیان او مل پلاوې سره وکتل.
په دې ناسته کې پر دوو اړخیزو اړیکو، په ایران کې د مهاجرینو او بندیانو، اقتصادي او تجارتي همکاریو او سیمه ییزو سیاسي همکاریو په تړاو هر اړخیزې خبري وشوي.
د بهرنیو چارو وزیر د څلورو لسیزو راهیسې د مهاجرینو د کوربه توب په تړاو د مننې تر څنگ په ایران کې د افغان مهاجرینو سره د ایران د دولت د ښه تعامل او حوصله مندۍ غوښتنه وکړه.
همدا راز یې څرگنده کړه چې اسلامي امارت د افغان بندیانو د استرداد په تړاو د ایران اسلامي جمهوریت سره ګډ کار کولو ته ژمن دی، او په دې اړه یې د ایران د عدلې مرستیال وزیر څخه غوښتنه وکړه چي په ایران کې د افغان بندیانو په انتقال کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي جلالیان وویل موږ د افغانستان په وروستیو پرمختګونو او ثبات خوشاله یو، موږ د بیلابیلو ادارو سره ډیر ښه او مثبت مجالس وکړه، او زیاته یې کړه د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلو همکاریو په دوام، په نیژدي راتلونکي کې د ترسره شويو توافقاتو پر اساس د ایران څخه د افغان بندیانو د انتقال پروسه عملا پیل کړي او همدا راز به د افغانستان اسلامي امارت سره په دې تړاو لازمه همکاري وکړي.
په دې ناسته کې پر دوو اړخیزو سیاسي اړیکو، په ایران کې د افغان مهاجرین پر ستونزو، د اقتصادي همکاریو پراختیا او نورو گڼو موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې خبري، او متقابلو همکاریو پر ډیروالي ټنګار وکړ.