د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو او په ځانګړې توګه پر اقتصادي همکاریو، پانګونې او ټرانزیټ خبرې اترې وشوې.
د بهرنیو چارو وزیر د روسیې فدراسیون سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ ته پراخې شي.
مولوي امیر خان متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ په لوړه کچه د پلاوو تګ او راتګ مهم وبلل او زیاته یې کړه چې د تېر کال په اوږدو کې د ا.ا.ا. ګڼ چارواکي په روسیه کې ناستو ته بلل شوي دي.
د روسیې ځانګړي استازي هم په خپل وار وویل، هېواد یې غواړي افغانستان سره خپلې اړیکې اقتصادي او سوداګریزو برخو کې پراخې کړي.
ضمیر کابلوف وویل، هېواد یې په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې د روسیې لوړپوړی پلاوی کابل ته راشي او د ا.ا.ا. لوړپوړیو چارواکو سره د لوړې کچې خبرې اترې ولري او ګڼو برخو کې د همکاریو د پراختیا پر امکاناتو بحثونه وکړي.