د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «کابل ته د روسیې د ملي امنیت سلاکار له سفر وروسته د کابل-مسکو اړیکو مسیر» تر سرلیک لاندې موضوع باندې علمي بحث وشو.
په دې غونډه کې لومړی د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رئیس ښاغلي ولي الله شاهین د روسیې او افغانستان د اړیکو پر اهمیت مقدماتي خبرې وکړې او د بحث لپاره یې یو شمېر اساسي پوښتنې مطرح کړې.
د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس دکتور ذاکر جلالي، د کليدي ویناوال په توګه، د افغانستان اسلامي امارت سره د روسیې اړیکې په دریو پړاوونو؛ د اسلامي امارت لومړۍ دوره، د شل کلن اشغال دوره او تېرو دریو کلونو کې بحث کړې او د دغې مخینې په رڼا کې یې د دغو اړیکو پر راتلونکي مسیر بحث وکړ.
ښاغلي جلالي وویل، که څه هم د روسیې او اسلامي امارت اړیکې په بېلابېلو پړاوونو کې له لوړو-ژورو تېرې شوې دي، خو په ټوله کې له ۲۰۱۷ز کال راهیسې، چې کله د مسکو فارمټ غونډې پیل شوې او د اسلامي امارت لپاره د خپل دريځ څرگندولو یو نړيوال سټېج جوړ شو، د دغو اړیکو مسیر مخ پورته روان دی او له دې وروسته هم تمه دا ده چې په اړیکو کې لا ډېر مثبت پرمختګونه رامنځته شي.
ذاکر جلالي وویل، په وروستیو ورځو کې کابل ته د لوړپوړي روسي پلاوي راتګ له شک پرته د افغانستان او روسیې د اړیکو پر مسیر خپلې مثبتې اغېزې ښندي او یو مهم سیاسي پرمختګ دی.
د هغه په وینا، د وروستي پلاوي له راتګ سره به روسيه د «طالبانو غورځنگ» نوم په هغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له ليست څخه په لرې کولو د امارت او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو د لا پراختيا زمينه برابره کړي.
ذاکر جلالي هيله څرگنده کړه چې د روسيې له خوا د ځينو سياسي گامونو له پورته کولو سره به د افغانستان او روسيې ترمنځ په اقتصادي برخه کې لویو پرمختگونو ته لار اواره شي.
ښاغلي ذاکر جلالي وویل، د نظامجوړونې په برخه کې اقدامات او له روسيې سره د اسلامي امارت له پرلهپسې اړيکو سره روسیه دې پایلې ته رسېدلې، چې د افغانستان اسلامي امارت د یوه باثباته او مستحکم نظام په توګه کولی شي په سیمه کې د روسیې یو ښه سیاسي او اقتصادي شريک شي.
ښاغلي جلالي د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سياست متوازن وباله او روسيې سره يې په اړيکو کې پرمختگ د دوو اړخيزو اړيکو د عادي کېدو پر لور گامونه وبلل چې هېڅ لوري ته ښايي د اندېښنې وړ نه وي.
د یادولو وړ ده، چې په دغه بحث کې د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو څانګو کارکوونکو – دیپلوماتانو ګډون کړی و او د موضوع په اړه یې خپل نظرونه وړاندې کړل او پر بېلابېلو اړخونو یې بحثونه وکړل.