د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکمنستاني سیال سره ولیدل

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف او ورسره پلاوو د افغانستان او ترکمنستان گډې پولې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي‌ نل‌ليکې د رغونې د چارو ليدنه وکړه.
په دې کاري ملاقات کې د ټاپي نل‌ليکې د عملیاتي چارو د لیدنې سر بېره د اوسپنې پټلۍ غځونې، تورغنډۍ کې د وسپنې پټلۍ گودامونو، د نوري فایبر انتقال او د ویزو او ټرانسپورتي چارو پر اسانتياوو هم خبرې وشوې.
په ساحه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د چارو پرمختگ، د کارونو چټکتیا او راتلونکو گامونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل.
دواړو لوريو هوکړه وکړه چې د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د وسپنې پټلۍ پراختیا، برېښنا، ټرانسپورټي اسانتیاوو او د ویزې د ورکړې د بهير ساده کولو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به تخنیکي ټیمونه په کابل او عشق آباد کې خپلو ناستو ته دوام ورکوي.