په ژورې خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د قزاقستان په اکتاوا سیمه کې د اذربایجان د یوې مسافر وړونکې الوتکې د رالوېدو له کبله لسگونو مسافرو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر یې ټپیان دي.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د یادې پېښې د قربانیانو کورنیو او د اذربایجان حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.