د غزې پر کمال عدوان روغتون د صهيونيستي رژيم د بريد په اړه

د افغانستان اسلامي امارت د صهيونيستي غاصب رژيم له خوا په غزه کې د کمال عُدوان پر ملکي روغتون بريدونه او د روغتون د سوځولو، خدماتو بندولو، ناروغانو ایستلو، او د طبي کارکوونکو د حُرمت تر پښو لاندې کول په کلکو ټکو غندي.
د فلسطين د غزې سيمه چې له څوارلس نيمو میاشتو راهیسې د صهيونيستي رژيم له ځمکني، هوايي او بحري بريدونو لاندې ده او ټول بنسټونه یې نږدې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي، اوس يې هغه محدود پاتې بنسټونه چې ځینې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، د صهيونيستي اشغالګر رژيم له خوا په ارادي او پلاني ډول له مينځه وړل کيږي.
په داسې حال کې چې اشغالګر رژيم د روانې نسل وژنې په دوام د جګړې ټول قوانین او اخلاقي معیارونه تر پښو لاندې کړي، د نړۍ د بانفوذه هيوادونو چوپتيا د اندېښنې وړ ده. اسلامي امارت يو وار بيا د نړۍ او سيمې په بانفوذه هيوادونو غږ کوي چې د دغه وحشتونو د عاجلې بندونې او د فلسطين قضيې ته د يوې داسې دايمي حل لارې د را اېستلو له پاره عاجل او عملي اقدام وکړي چې د فلسطين خلکو ته د منلو وړ وي.