د بهرنيو چارو وزیر د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ عربي متحده اماراتو ته روان شو

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر روان شو.په پام کې ده، چې د دې سفر پرمهال به افغان پلاوی اماراتي چارواکو سره پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي همکاريو پراختيا او د دواړو خواوو د لېوالتيا وړ پر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.