د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون IFRC د آسیا پاسیفیک حوزې مشر الکساندر ماتیو د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
د ناستې په پیل کې د بهرنیوچارو وزیر، ښاغلي الیکساندر ته د هرکلي ترڅنګ وویل، اړینه ده چې دخدماتو په سلسه کي د هیواد لېرې پرتي سیمي په پام کې ونیول شي او صحي خدمات پکې لا پراخ شي، نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه چې د سوري زړه د ناروغو ماشومانو درملنې ته دې ځانګړی پام وشي.
همدارنګه، د هیواد د بهرنیو چارو وزیر، د IFRC له مشر څخه وغوښتل چې په ولایاتو کې خپل صحي او مرستندویه مراکز لا قوي کړي، څو د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو په وخت کې له اغېزمنو سره پر وخت او مؤثرې مرستې وشي.
ښاغلي الکساندر ماتیو د خپلو خبرو په بهیر کې، افغانستان کې له موجوده وضعیت څخه خوښي وښوده او مننه یې وکړه چې افغان حکومت ورسره د فعالیتونو او خدماتو په عادلانه وړاندي کولو کي همکارۍ ترسره کړې دي، نوموړي دغه راز ژمنه وکړه چې خپلو هلو ځلو ته به دوام ورکوي تر څو د بې وزلو او اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي.
همداراز د دې ناستې په پای کې د بشري همکاریو بر زیاتوالی، په ځانګړې توګه د صحي برخې په تمویل او تجهیز هر اړخیز بحث وشو.