د ا.ا.ا. په امریکا متحده ایالتونو کې یو تن افغان بندي د تبادلې په ترڅ کې راخلاص کړ

د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د اوږدو او گټورو مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې یو تن افغان مجاهد بندي (خان محمد) له امریکایي اتباعو سره په تبادله کې له بنده ازاد او هیواد ته راولېږدول شو.
خان محمد چې د امریکایي محکمو له لوري د عمري بند سزا ورته اورول شوې وه او په کالیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله، نږدې دوې لسیزې وړاندې په ننگرهار کې نیول شوی و.
د افغانستان اسلامي امارت دا تبادله د خبرو اترو له لارې د مسئلو د حل یوه ښه بېلګه بولي او په دې برخه کې د قطر او متحده عربي اماراتو ورورڼو هېوادونو له مؤثر رول څخه ځانگړې مننه کوي.
اسلامي امارت د امریکا متحده ايالتونو هغو اقداماتو ته په مثبت نظر گوري چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړيکو له عادي کېدو او پراختيا سره مرسته کوي.