د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړې استازې د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير، مولوي امير خان متقي، او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې، آغلې روزا اتونباييفا، د هيواد د اقتصادي ودې او د بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت او يو لړ نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزیر په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د اقتصادي ثبات په ډګر کې د افغانستان اسلامي امارت لاس ته راوړنو ته په اشارې سره وویل چې د هيواد اقتصاد له ثبات وروسته اوس مخ پر ودې حرکت کړی چې يو ثبوت يې د نړيوال بانک وروستی راپور دی چې سږ کال يې اقتصادي وده ۲.۷٪ ښودلې. محترم متقي صيب وويل چې د اقتصادي پرمختيا په برخه کې نور پلانونه هم د تطبيق په حال کې دي چې په بشپړېدو سره به يې د چټکې اقتصادي ودې شاهدان اوسو.
د يوناما مشرې وويل چې په تېرو درېوو کلونو کې د لومړي ځل له پاره له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه له بشري مرستو څخه زياته شوې، دا يو خورا مثبت پرمختګ دی او د افغانستان پر اقتصاد به يې اغېز مثبت وي. هغې ډاډ ور کړ چې دا مثبت بدلون به ادامه ومومي. نوموړې همداراز د اسلامي امارت اقتصادي هڅې وستايلې او ژمنه يې وکړه چې د ملګرو ملتونو په ناستو کې به دغه لاس ته راوړنې شريکې کړي.