نن په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي علیرضا بېکدلي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل. په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخیزو اړیکو، د لوړې کچې د پلاوو پر تګ او راتګ، اقتصادي همکاریو او پر یو لړ سیمهییزو مسایلو خبرې وشوې. په سر کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه دې دوو اړخیزو اړیکو کې عملي پرمختګونو ته لار اواره کړي او زیاته یې کړه چې د چابهار بندر فعالیت او د ظرفیت لوړېدا د دواړو هېوادونو او د ټولې سیمې لپاره د ګډو ګټو ښه بېلګه جوړولای شي. په کابل کې د ایران سفیر په پیل کې په تهران کې له اړوندو ارګانونو سره د افغانستان په تړاو د خپلو کاري ناستو په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي برخه کې شوي توافقات عملي شي. ښاغلي علیرضا بېکدلي هم په ډاګه کړه چې د هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کي پرمختګ او عملي کار ته ژمنتیا لري.