د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت اعلامیه

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت د اسراييلي اشغالگر رژيم د مشر بنيامين نتنياهو له لوري د خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو انکار او پر دې ټینگار چې فلسطینیان دې د سعودي عربستان پر قلمرو خپل دولت جوړ کړي، په کلکو ټکو غندي او دا چاره ناشونې او له منل شوو حقیقتونو سره جوت ټکر او د سعودي عربستان د حاکمیت نقض بولي. د نتنیاهو دا ډول څرګندوني د نړۍ منل شوو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطینیانو له مشروع حق څخه ښکاره سرغړونه ده.د ا.ا.ا. ټینگار کوي، چې فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده او تر هغې چې اشغال دوام کوي او د فلسطیني ولس حقونه نقض کېږي، غزه او سیمه به نا ارامه وي چي هغه وضعیت د هیچا په ګټه نه دی.