د بهرنیو چارو له وزیر سره، د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رییس وکتل

د سره صليب نړيوالې کمېټې عمومي رئيس، ښاغلي پير کراهنبول، د بهرنيو چارو له وزير، مولوي امير خان متقي، سره وکتل. د سره صليب نړيوالې کمېټې عمومي رئيس په افغانستان کې د روغتيا، مصنوعي غړو جوړولو او نورو بشري برخو کې د سره صليب نړيوالې کمېټې پر فعاليتونو رڼا واچوله او په افغانستان کې د راغلي امنيت او ثبات څخه يې خوښي څرګنده کړه.

د بهرنيو چارو وزير د لسيزو په اوږدو کې د افغانستان له مظلومې طبقې (ناروغانو او معلوليت لرونکو کسانو) سره د سره صليب نړيوالې کمېټې مرسته د هغوی له پاره د وياړ او د افغانانو له پاره د خوښۍ او مننې باعث وباله او غوښتنه يې وکړه چې د سره صليب نړيواله کمېټه په نورو هيوادونو کې د بندي افغانانو د برخليک معلومولو په برخه کې هم مرسته وکړي.

ښاغلي پير کراهنبول وويل چې که څه هم د ځينو هيوادونو له خوا زندانونو ته د دوی پر لاسرسي بنديز د بندي افغانانو د موندلو او کورنیو ته یې د احوال رسولو بشرپاله هڅه له خنډونو سره مخ کړې، دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي. نوموړي همداراز وويل چې د دوی پرېکړې د نورو اړخونو له پرېکړو څخه مستقلې دي، او په افغانستان کې به خپلو فعاليتونو ته د پخوا په څېر ادامه ور کړي.