د بهرنیو چارو له معین سره د اذربایجان سفیر وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري معین دوکتور محمد نعیم سره د آذربایجان سفیر ښاغلي الهام محمدوف وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین د “کوپ ۲۹” غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون او د آذربایجان له همکاریو د مننې ترڅنګ؛ د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او د دې اړیکو د لاپیاوړتیا هیله یې څرګنده کړه.

ښاغلي محمدوف د آذربایجان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او پرمختګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه؛ آذربایجان له افغانستان سره خپلو اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي، له همدې امله یې په کابل کې خپل سفارت پرانیست او په آذربایجان کې یې د اسلامي امارت ډیپلوماټان ومنل.

په پای کې، د آذربایجان سفیر د بهرنیو چارو وزارت له ښې همکارۍ مننه وکړه او هم دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار وکړ.