د پاکستاني فوځ وياند بې اساسه تورونو ته غبرګون

بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورگاډي د بريد په تړاو د پاکستاني پوځ وياند هغه بې‌اساسه تورونه چې د پېښې تړاو افغانستان سره لگوي، په کلکه ردوو او له پاکستاني لوري غواړو چې د داسې غيرمسؤولانه څرگندونو پر ځای خپل امنيت او د داخلي مشکلاتو حل ته پام واړوي.

د هېڅ بلوڅ مخالفې ډلې غړی په افغانستان کي وجود نه لري او نه یې هم پخوا یا اوس له اسلامي امارت سره اړیکي لرلي دي.
په پېښه کې د بې‌گناه انسانانو په تلفاتو خواشیني يو. د سياسي اهدافو لپاره ملکيان قرباني کول د توجيه وړ نه ده.