د ا.ا.ا. د بشردوستانه اقدام په ترڅ کې یو تن امریکايي بندي ازاد کړ

د افغانستان اسلامي امارت د تل په څېر یو ځل بیا په ډاګه کوي، چې د خبرو، تفاهم او دیپلوماسۍ له لارې د ټولو مسایلو د حل لپاره لارې چاري پیدا کېدلای شي او د یاد امریکايي تبعه د خوشې کولو ګام هم د ښه نیت له مخې پورته شو چې دا ښيي ټولو لوریو سره، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو سره، د متقابل درناوي او ګټو پر بنسټ واقعي تعامل ته چمتو دی.
داچي افغانستان کي جنګ ختم شوی د داعش په څیر فتنه ګري ډلي ځپل شویې او له افغانستان څخه هیچا ته خطر نه دی متوجه دا ښیې چي افغانستان د سیمي او نړۍ په ثبات کي مثبت رول لوبولای شي او هم له نړیوالو سره خپل مسایل په ښه ډول حل کولای شي.
په پای کې د عربي متحده اماراتو او قطر له دوستو دولتونو څخه مننه کوو چې د ا.ا.ا. او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ یې د دې پرمختګ د رامنځ ته کولو په برخه کې د ښه اسانچاري او د دې قضیې په اواري کې مهم او اغېزناک رول ولوباوه.