د بهرنیو چارو له وزیر سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار وکتل

نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي سره د ايران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير سلاکار ښاغلي محمد رضا بهرامي او په کابل کي د ایران سفیر وکتل.

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو اړيکو کې د نوي فصل، وروستيو پرمختگونو، د اوبو او ايران کې مېشتو افغان کډوالو د وضعيت په تړاو هراړخيزې خبرې وشوې.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير ايران سره د افغانستان اړيکې مخ پر ودې وبللې او ټينگار يې وکړ چې دواړه هېوادونه له شته فرصتونو بشپړه گټه پورته کړي.ښاغلي بهرامي پر خپل وار کابل ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير له وروستي سفر وروسته دوو اړخيزو اړيکو کې نوی پړاو ياد او ټينگار يې وکړ چې دواړه هېوادونه وکولای شي دوې اړخيزې چارې په ښه ډول مديريت کړي.

undefined