د بهرنیو چارو له وزیر سره د قطر د دولت وزیر ټلېفوني خبرې وکړې

نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزیر ښاغلي محمد بن عبدالعزيز الخليفي ټلیفوني خبرې وکړې.

په دې ټلیفوني مکالمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړیکو د کچې پر لوړولو، د همکاریو پر پراخوالي او په نږدې راتلونکي کې دوحې ته د هېواد د بهرنيو چارو وزير د سفر په اړه هم خبرې وشوې.