نن په کابل کې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد اسحاق ډار او ورسره مل لوړ پوړي پلاوي ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیرانو، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي مسائلو، سترو پروژو، همدارنګه هلته په مېشتو افغان مهاجرینو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې. په پیل کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر وویل: اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کې د پاکستان په ګډون له ټولې نړۍ سره مثبتې او پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي. ده همداراز د افغانستان پر اوسني مثبت وضعیت رڼا واچوله او د اسلامي امارت په بشپړ حاکمیت سره یې په رامنځته شویو پرمختگونو او په بېلابېلو برخو کې یې پر راټوکېدلو فرصتونو مفصلې خبرې وکړې.
متقي صاحب زیاته کړه؛ چې د افغانستان اسلامي امارت لېواله دی چې د ګاونډي هېواد پاکستان سره تجارت، ټرانزیټ او ګډو پروژو ته پراختیا ورکړي او هم په یادو برخو کې د ستونزو د هواري او تسهیلاتو د رامنځته کولو په پار کوټلي گامونه واخلي.
نوموړي دغه راز په پاکستان کې د افغان مجاهرینو پر وضعیت او جبري اخراج خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړه او په ټینګار سره یې له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې هلته د مېشتو او راستنېدونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.
همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي اسحاق ډار په خپل وار سره افغانستان ته په راتګ خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې دا راتګ به یې د دواړو ولسونو ترمنځ د شته اړیکو د بهبود، ټینګښت او ودې سبب شي.
نوموړي د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه؛ چي پاکستان ته رسمي سفر وکړي تر څو د لوړې کچې راشه درشه دوام پیدا کړي. ښاغلي ډار وویل: د دې لپاره چې دوه اړخیز تجارت وده وکړي، پر زیات شمېر سوداګریزو توکو یې تعرفې کمې کړې او پر دې برسېره به د تجارتي اموالو د انتقال په برخو کې هم اغیزمن ګامونه پورته کړي. ده همداراز څرګنده کړه؛ چي حکومت یې له افغانستان سره دوه اړخیز تجارت او ټرانزیټ ته د لا پراختیا هوډ لري او ژمنه یې وکړه؛ چې په یادو برخو کې به لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.
ښاغلي اسحاق ډار وویل: نور به له افغان مهاجرینو سره ناوړه چلند نه کېږي او دوی به په دې برخه کي جدي گامونه واخلي، نوموړی وویل: د افغان مهاجرینو جایدادونه او سرمایې د هغوی ملکیت دی او اجناس یې هیڅوک نشي ایسارولی، هغه ژمنه وکړه؛ چې پاکستاني امنیتي ارګانونه به په دې برخه کي د هر ډول خپل سري عمل مخه نیسي. همداراز په دغه ناسته کي د سفارتي اړیکو پر لوړولو، همږغۍ، ګډې همکارۍ، د ویزو پر زیادت او اسانتیا، زارعتي محصولاتو پر چټک انتقال، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر ودې او یوشمېر سترو پروژو لکه افغان ټرانس، کاسا ۱۰۰۰، ټاپي او ټاپ پر اهمیت، روان بهیر او دې برخو ته پر ځانګړي پام خبرې وشوې.
د ناستې په پای کې د یادو موضوعاتو دتعقیب لپاره د ګډو کمېټو پر ټاکلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسائلو د هواري پر مؤثرو لارو چارو هوکړه وشوه.