د جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو د وروستي برید په تړاو د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرگندونې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمیر په پهلگام سیمه کې پر سیلانیانو برید غندي او په پېښه کې د وژل شویو کورنیو ته, د تسلیت مراتب وړاندې کوي.
د افغانستان اسلامي امارت دغه ډول پېښي په سیمه کې د امنیت او ثبات په برخه کې يو ګواښوونکی عمل بولي.