د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او هند ترمنځ زیاتیدونکي کړکیچ د اندېښنې وړ او د وضعيت لا ترينگلتيا د سيمې په گټه نه بولي.
د افغانستان اسلامي امارت امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او په دواړو لوریو غږ کوي چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ديپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.