د بهرنیو چارو وزیر د چین د پرمختیايي همکاریو د ادارې له رئیس سره وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي د چین د پرمختیايي همکاریو د ادارې له رئیس ښاغلي چن ژیاؤډونګ سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان په بیا رغونه کې د چین د پرمختیايي پروژو او نورو دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحثونه تر سره شول.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د اقتصادي بیا رغونې په برخه کې د یادې ادارې د پروژو له عملي کولو مننه وکړه او ویې ویل چې له امنیت وروسته زمونږ لوی مسؤلیت د هیواد اقتصادي رغونه ده چې د افغانستان اسلامي امارت له خپلو ټولو وسائلو په استفادې دغې برخې ته ځانکړې پاملرنه کوي. همداراز، هیله یې وښوده چې د زراعت، انرژۍ او اوږد مهاله پروژو په برخه کې د افغانستان او چین تر منځ نږدې همکارۍ رامنځته کړو.

د بهرنیو چارو وزیر د چین د پرمختیايي‌ همکاریو ادارې ته هغه عملي وړاندیزونه هم وړاندې کړل چې دغه اداره ترې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې د لومړیتوبونو په حیث کار اخستلی شي.

ښاغلي چن ژیاؤډونګ له افغانستان سره د صحت، انرژۍ، زراعت او ظرفیت جوړونې په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه او هیله یې وښوده چې له افغانستان سره خپلو دوامدارو همکاریو ته ادامه ورکړي. ده همداراز د افغانستان د بنسټیزو تأسیساتو د آبادۍ، مالدارۍ او د نفتو او ګازو د امکان سنجۍ د مطالعې او تحقیق په برخه کې هم د همکاریو وعده وکړه.