د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما له مشرې آغلې روزا اوتونبایېوا سره وکتل.
په دې کتنه کې د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاو او یوشمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین د یوناما مرستې وستایلې او څرګنده یې کړه چې اسلامي امارت په هېواد کې د مرستندویو بنسټونو د فعالیت لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي. او که څه ستونزې وي د ګډو هڅو له لارې به يې د هواري کوشش کوو
ده همداراز له یوناما وغوښتل چې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند لومړنيو اسانتیاوو په برابرولو کې خپله همکاري روانه وساتي.
آغلې روزا اوتونبایېوا د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت د همکاریو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ملګري ملتونه د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او زیاته يې کړه, یوناما هڅه کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند اسانتیاوو سربېره د کاري فرصتونو زمینه هم برابره کړي.