وزیر امور خارجه با همتای ‌پاکستانی‌اش صحبت تلفونی نمود

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي او د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محترم محمد اسحاق ډار د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې د لوړېدو په اړه ټيليفوني خبرې وکړې.

دواړو لوریو په کابل او اسلام اباد کې د دیپلوماتیکو ماموریتونو کچه د سفیر هغې ته لوړول مثبت ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې پاتې پړاوونه یې ژر ترسره شي.
دواړو لوریو څرګنده کړه چې د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړول به په گڼو برخو کې د همکاريو پراختيا ته لار اواره کړي.