د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د پولنډ جمهوریت ځانګړي استازي ښاغلي ویتالډ سابکو وکتل.
په دې کتنه کې په سیاسي او اقتصادي همکاریو؛ په اروپا او ځانګړې توګه پولنډ کې، د افغان کډوالو په ستونزو او ځینو سیمهییزو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په پار باید د افغانستان اسلامي امارت او پولنډ د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د اړیکو کچه لوړه شي.
مولوي امیر خان متقي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست په غوره کولو سره هڅه کوي چې له نړیوالې ټولنې سره اړیکې پراخې کړي او پولنډ هم کولای شي، په مختلفو سکتورونو کې له رامنځته شوي فرصتونو څخه په ګټه اخېستنې پانګونه وکړي.
د افغانستان د چارو لپاره د پولنډ ځانګړي استازي د سرتاسری امنیت په راوستلو او فساد سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د لاستهراوړنو ستاینه وکړه او ویې ویل چې هېواد یې په افغانستان کې د اقتصادي پانګونې په لاروچارو فکر کوي. ده همداراز د افغان کډوالو د ستونزو پر حل هم ټینگار درلود.