۵ اکتوبر، ۲۰۲۶
مسکو، روسیه
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله رب العالمین، والصلاة والسلام علی محمد وعلی آله واصحابه اجمعین. امابعد:
د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت مسؤلینو، د مسکو فارمټ د اتمې غونډې محترمو غړو او مېلمنو ګډونوالو، د هیوادونو محترمو استازو، ښاغلو او آغلو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
له هر څه وړاندې غواړم د روسیې فدراسیون له محترم حکومت او په ځانګړي ډول له خپل همکار او د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي سرګي لاوروف څخه مننه وکړم چې یو ځل بیا یې دا فرصت برابر کړ تر څو د افغانستان اسلامي امارت په استازولۍ له تاسي سره د خپل هیواد او سیمې د وضعیت په اړه نظر شریک کړم.
قدرمنو حاضرینو!
داچي نړیوال نظام د تحول په یوه حساس پړاو کې دی، د قدرتونو ترمنځ د اړیکو جوړښتونه بدلېږي، دوه اړخیزې اړیکې سیمهییز سازمانونه او سیمهییز میکانیزمونه د پخوا په پرتله ډېر اهمیت پیدا کوي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې هېوادونه هڅه کوي چې خپلې اړیکې د خپلو ملي او سیمهییزو ګټو پر بنسټ تنظیم کړي.
که د افغانستان وضعیت د تېرو څو کلونو په اوږدو کې په نسبي او واقعبینانه ډول وارزول شي، ښکاره ده چې په هېواد کې د جګړې دوره پای ته رسېدلې، د هېواد په ټولو برخو کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، د حاکمیت بنسټونه پیاوړي شوي او افغانستان له هغه وضعیت څخه چې د اوږدې جګړې او پراخې بېثباتۍ له امله یې سیمې او نړۍ ته امنیتي اندېښنې پیدا کولې، د ثبات، اقتصادي بیا رغونې او سیمهییز تعامل پر لور حرکت کړی دی.
زموږ باور دا دی چې ثبات یوه ورځنی محصول نه بلکې یوه دوامداره پروسه ده چې امنیت، اقتصادي وده، سیاسي تعامل او سیمهییزه همکاري غواړي. له همدې امله موږ د خپلو لاسته راوړنو ترڅنګ د ننګونو د حل لپاره لازیات مسؤلیتونه هم په واضح ډول وینو.
قدرمنو ګډونوالو!
تاسو ته ښه مالومېږي چې امنیت اوس په یوازې پوځي مفهوم نه تعریفېږي. په معاصره نړۍ کې امنیت له اقتصاد، سوداګرۍ، انرژۍ، اوبو، خوړو، معلوماتو، ټولنیز ثبات او سیمهییز اتصال سره مستقیمه اړیکه لري.
افغانستان په همدې باور دی چې زموږ د سیمې راتلونکی باید د امنیتي سیالۍ پر ځای د ګډ امنیت، اقتصادي ادغام، سمييز نښلون او د فشار پر ځای د خبرو او تفاهم پر بنسټ جوړ شي.
د افغانستان اسلامي امارت داعش او نوري هغه ډلي چې د افغانستان او سیمې امنیت ته لوی خطر بلل کېده له منځه وړي او د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه چې زموږ د امنیتي سیاست مهمه برخه ده، په ښه ډول مدیریت کړې.
موږ په دې هم باور لرو چې نننۍ امنیتي ننګونې د یوه هېواد په جغرافیه کې نه محدودېږي. داعش او ملګري یې، ورانکارې شبکې، نشهیي توکي، قاچاق او سازمانیافته جرمونه د سرحدونو له مفهوم څخه هاخوا حرکت کوي. له همدې امله د دغو پدیدو پر وړاندې مبارزه هم باید سیمهییزه وي. افغانستان د سرحدي امنیت د پیاوړتیا، قاچاق او د نشهیي توکو پر وړاندې د ګډو اقداماتو په برخه کې له ټولو سیمهییزو هېوادونو سره د دوامدارې همکارۍ لپاره چمتو دی.
په دې برخه کې غواړم له پاکستان سره د اړیکو موضوع هم په واضح ډول مطرح کړم، ځکه دا موضوع د سیمې له امنیت او اقتصاد سره مستقیمه اړیکه لري.
زمونږ اساسي باور دا دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجودې ستونزې، که امنیتي وي، که سیاسي وي او که اقتصادي، د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي.
افغانستان نه غواړي دا موضوع د متقابلو تورونو او تبلیغاتو په میدان بدله شي. زموږ هدف د ستونزې حل دی، نه د ستونزې د دوام لپاره د نویو وسیلو پیدا کول. خو په تأسف سره وایم چې د پاکستان پر سیاست حاکم نظامي رژیم یو غیر سیاسي طرف دی. دوی د سیاسي تفاهم پر ځای له افغانستان سره اړیکو ته یواځې پوځي ژبه کاروي.
تاسي ته معلومه ده چې له ډېر وخت راهیسې د پاکستان پوځ د ټولو عرفي او نړیوالو قوانینو پر خلاف د افغانستان پر حاکمیت پوځي تیری کوي. په شفاخانو کې مریضان، په مکتبونو او پوهنتونونو کې شاګردان او محصلین، په کورونو کې ماشومان، ښځې او بې ګناه خلک شهیدانوي. زمونږ او ستاسي له همدې غونډې څو ورځې مخکې د افغانستان په کنړ، هلمند او پکتیکا ولایتونو کې همدې ړندو بمباریو یو ځل بیا د څو کورنیو معصوم خلک په شهادت ورسول.
پاکستاني پوځي رژیم د نظامي تیري تر څنګ بشري موضوعات لکه سمييزي اقتصادي لارې، مهاجرین او په علم بوخت محصلین هم د اعظمي فشار وسيله ګرځولې دي.
د پاکستان نظامي رژيم همیشه د یو طرفه څرګندونو سربیره پر افغانستان بې اساسه تورونه پوري کوي، حال دا چې همدا اوس یې د افغانستان او سیمې د امنیت ننګولو لپاره په نوې پروژه کار پیل کړی دی. دوی د پخواني رژیم د نظامي پرسونل تر څنګ د داعش غړو په واسطه په افغانستان کې د ناامنۍ خپرولو لپاره عملي هڅې پيل کړي دې. د ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې په زرګونو وسلوال راټول کړې دي تر څو په افغانستان کې راغلی ثبات وننګوي، چې په نورستان، بدخشان او ځینو نورو سیمو کې د دوی ناکام تحرکات ستاسې ټولو په مخ کې دي.
د افغانستان اسلامي امارت به په خپل ټول استقلالیت خپل داخلي او بهرني سیاستونه تنظیموي او هېڅکله به د فشار په نتیجه کې له خپلې اساسي تګلارې تېر نه شي. او د هر تیري په مقابل کي دفاع خپل مسلم حق ګڼي.
محترمو حاضرینو،
د افغانستان د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه هم د سیمې د امنیت یوه مهمه برخه ده.
په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د نشهیي توکو د تولید پر وړاندې د اقداماتو په نتیجه کې تقریباً صفر ته راټیټ شوی دی. خو موږ په دې باور یو چې د نشهیي توکو مسئله یوازې د افغانستان داخلي مسئله نه ده؛ دا یوه نړیواله او سیمهېیزه مسئله ده.
که په افغانستان کې د کښت کچه راټیټه شوې، خو د نشهیي توکو کښت د ډیورنډ کرښي بلي غاړي ته رکارډ کچي ته لوړ شوی، د قاچاق شبکې په ګاونډیو هیوادونو کې د نورو مسیرونو له لارې دغه جرمي فعالیت مخته وړي، نو ستونزه په بشپړ ډول نه حل کېږي. له همدې امله، موږ له ټولو سیمهییزو هېوادونو غواړو چې د نشهیي توکو پر وړاندې ګډې امنیتي، تخنیکي او اقتصادي همکارۍ پیاوړې کړي.
موږ په ځانګړي ډول باور لرو چې د کوکنارو د کښت د مخنیوي ترڅنګ باید د افغان بزګرانو لپاره بدیل معیشت، بازارونو ته لاسرسي او د قانوني کرنیزو محصولاتو د صادراتو زمینه هم برابره شي.
قدرمنو حاضرینو!
افغانستان له اقتصادي پلوه له سختو شرایطو څخه تېر شوی او اوس د اقتصادي ثبات او بیا رغونې واضحې نښې څرګندې شوې دي.
د افغانستان د ۱۴۰۴ مالي کال اقتصادي شاخصونه د اقتصادي فعالیتونو د تدریجي بیا رغونې تصویر وړاندې کوي. په دغه کال کې د هېواد حقیقي ناخالص کورني تولید ۱.۵ سلنه وده کړې او د اقتصاد د بیا رغونې بهیر، چې په ۱۴۰۲ کال کې له ۲.۳ سلنې ودې سره پیل شوی و، په ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ کلونو کې هم دوام موندلی دی.
زموږ تمرکز پر تولید، صنعت، کرنې، د صادراتو پر پراختیا، خصوصي سکتور او پانګونې دی. موږ باور لرو چې د افغانستان اقتصادي راتلونکی باید د مرستو پر ځای تر ډېره د تولید، سوداګرۍ او پانګونې پر بنسټ ولاړ وي.
په همدې برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې زیاتوالی هم د اقتصادي فعالیتونو د خوځښت او په افغانستان کې د اقتصادي ثبات د رامنځته کېدو نښه ده. په ۱۴۰۴ کال کې د ثابتې ناخالصې پانګې جوړښت ۲۸۶.۵ میلیاردو افغانیو ته رسېدلی، چې له دې جملې څخه ۲۰۰.۹ میلیارد افغانۍ د خصوصي سکتور له خوا پانګونه شوې ده. په ناخالص کورني تولید کې د پانګونې ونډه هم له ۱۷ سلنې څخه ۲۱.۵ سلنې ته لوړه شوې ده. دا بهیر ښيي چې د افغانستان د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې د خصوصي سکتور ونډه مخ پر زیاتېدو ده او د پانګونې لپاره د لا مناسب چاپېریال، زیربناوو او سیمهییزو اقتصادي همکاریو پراختیا کولای شي دغه بهیر لا پیاوړی کړي.
په همدې ځای کې غواړم د سیمې له هېوادونو څخه د پانګونې او اقتصادي مشارکت په برخه کې د لا زیات تعامل غوښتنه وکړم. افغانستان د انرژۍ، کانونو، کرنې، صنعت، ترانزیټ، لوژستیک او زیربنا په برخو کې پراخ ظرفیت لري. موږ غواړو سیمهېیزو پانګهوالو ته افغانستان د یوه اوږدمهاله اقتصادي شریک په توګه وړاندې کړو.
موږ د داسې پانګونې هرکلی کوو چې یوازې پانګه انتقال نه کړي، بلکې تولید، کاري فرصتونه، ټکنالوژي، مسلکي ظرفیت او صادرات هم رامنځته کړي.
په دې برخه کې د افغانستان د کانونو پراخ ظرفیت هم د اقتصادي ودې، صنعتي پراختیا او سیمهییز اقتصادي مشارکت لپاره مهم فرصت دی. د کانونو منظم او مسلکي مدیریت، د استخراج ترڅنګ په هېواد کې د پروسس او تصفیې د ظرفیتونو پراختیا کولای شي د تولید، کارموندنې، صادراتو او دولتي عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي. موږ غواړو د طبیعي سرچینو له ظرفیت څخه د خامو موادو د صادرولو پر ځای د تولیدي او پروسس کوونکو صنعتونو د پیاوړتیا لپاره استفاده وشي.
محترمو ګډونوالو!
افغانستان یوازې د خپل اقتصاد دننه د ثبات په لټه کې نه دی؛ موږ غواړو خپل اقتصاد د سیمې له اقتصاد سره لا ډېر ونښلوو.
د افغانستان جغرافیایي موقعیت موږ ته دا امکان راکوي چې د مرکزي او جنوبي اسیا، چین، روسیې، منځني ختیځ او نورو بازارونو ترمنځ د اتصال یوه مهمه نقطه واوسو. د رېل پټلۍ، انرژۍ، ترانزیټ، سوداګریزو دهلیزونو او سیمهییز اتصال پروژو پراختیا زموږ لپاره یوازې اقتصادي موضوع نه ده؛ دا د سیمې د اوږدمهاله ثبات او ګډو ګټو یوه وسیله هم ده.
موږ د ټاپي، ټاپ، کاسا ۱۰۰۰، ټرانس افغان رېل پټلۍ او نورو سیمهییزو پروژو په څېر نوښتونو ته د همدې لیدلوري له مخې ګورو. زموږ په باور، افغانستان باید د سیمهییزو رقابتونو میدان نه، بلکې د سیمهییزو همکاریو د اتصال نقطه وي.
له همدې امله، موږ له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا غواړو او د یوه هېواد اقتصادي اړیکې د بل هېواد پر ضد نه تعریفوو. افغانستان غواړي له ټولو هغو مسیرونو سره وصل شي چې د هېواد او سیمې لپاره اقتصادي فرصتونه رامنځته کوي.
زموږ د سوداګرۍ وروستي ارقام هم ښيي چې د افغانستان اقتصادي اړیکې د سیمې له بېلابېلو هېوادونو سره پراخې شوې دي.
دا زموږ د بهرني اقتصادي سیاست یوه مهمه ځانګړنه څرګندوي او هغه دا چې افغانستان غواړي خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې متنوعې کړي، نه دا چې د یوه هېواد یا یوه اقتصادي مسیر پر وړاندې وابسته پاتې شي.
قدرمنو حاضرینو!
د افغانستان د بهرني سیاست په اړه غواړم ووایم چې افغانستان د تړلو دروازو سیاست نه تعقیبوي. زموږ سیاست د خلاصو دروازو، متوازن تعامل، متقابل احترام، اقتصادي همکاریو او د ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو پراختیا ده.
موږ له هېڅ هېواد سره د اړیکو پراختیا د بل هېواد پر ضد نه تعریفوو. موږ نه غواړو افغانستان د نړیوالو او سیمهییزو رقابتونو د صفر – جمعې لوبې برخه وګرځي.
زموږ هدف دا دی چې له ټولو هېوادونو سره تعامل ولرو، له ټولو سره ګډې ګټې تعریف کړو، په هغو مواردو کې چې اختلاف لرو د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې یې مدیریت وکړو او د ګډو ګټو په برخو کې د همکاریو ساحه پراخه کړو.
په همدې اساس، هیله مو دا ده چې له سیمې ورهاخوا له اروپا، اسیا، منځني ختیځ او د نړۍ له نورو هېوادونو سره خپل سیاسي او اقتصادي تعاملات پراخ کړو. موږ باور لرو چې له افغانستان سره تعامل د ټولو مسائلو د حل تر ټولو عملي او مؤثره وسیله ده.
په دې برخه کې، د روسیې فدراسیون له خوا د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو اعلان یو مهم تحول و. موږ دا اقدام د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د سیمهییز تعامل د پراختیا په چوکاټ کې مهم بولو او هیله لرو چې نور هيوادونه هم د روسیې فدراسون تګلاره تعقيب کړي ترڅو د سیمې ترمنځ د عملي همکاریو بهیر لا رسمي او پراخ شي.
محترمو استازو،
که موږ د افغانستان راتلونکی یوازې د امنیت له زاویې تعریف کړو، نو د افغانستان د ظرفیت یوه لویه برخه به له پامه وغورځوو. افغانستان ډیر ښه فرصتونه لري.
موږ د انرژۍ د انتقال فرصت لرو، د سیمهییزې سوداګرۍ فرصت لرو، د ترانزیټ فرصت لرو، د کانونو او طبیعي منابعو فرصت لرو، د کرنې او صادراتو فرصت لرو او تر ټولو مهم، د داسې هېواد په توګه د راڅرګندېدو فرصت لرو چې د مرکزي او جنوبي اسیا او د سیمې د نورو برخو ترمنځ د اتصال وسیله شي.
اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې افغانستان نور د نورو لپاره د ګډو ګټو یو بامسؤلیته شریک وپېژندل شي. اوس هغه وخت دی چې د افغانستان په اړه د «ستونزې د مدیریت» له مفکورې څخه د «فرصت د جوړولو» پر لور حرکت وشي.
موږ د سيمې څخه دباندې هیوادونو څخه غواړو چې د افغانستان په اړه خپل سیاستونه د ځمکنیو واقعیتونو، مستقیمو اړیکو او متقابلو ګټو پر بنسټ تنظیم کړي. د افغانستان په اړه هر ډول موضوع باید د فشار او انزواء پر ځای د مستقیم ډیپلوماټیک تعامل له لارې مطرح شي.
افغانستان غواړي چې د سیمې په راتلونکي کې د یوه مسئول شریک په توګه خپل رول ولوبوي. موږ باور لرو چې د افغانستان ثبات یوازې د افغانانو په ګټه نه بلکې د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، منځني ختیځ، چین، روسیې او په ټوله کې د ټولي نړۍ په ګټه دی.
له توجو مو مننه،
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته