بهرنيو چارو وزير د ايران د بهرنيو چارو وزارت له استازي سره په مسکو کې وکتل

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د مسکو فارمټ د اتمې غونډې په څنډه کې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له استازي ښاغلي محمد رضا بهرامي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران د اړیکو، سیمه‌ییزو بدلونونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلې همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې. مولوي امیر خان متقي د افغانستان په اړه د ایران له تعامل او سیمه‌ییزو ناستو کې له رغنده ونډې اخیستنې څخه ښاغلي بهرامي د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او د ګډو سیمه‌ییزو همکاریو، ثبات او اقتصادي تعامل په اړه یې د خپل هېواد لیدلوری شریک کړ.

Click here to continue