په مسکو کې د افغانستان په اړه د مشورتي ناستې په تړاو د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه

اسلامي امارت د افغانستان په باب د سیمه‌ییزو مثبتو میکانیزمونو هرکلی کوي او د مسکو په ناسته کې پر سوله‌ییز، متحد، خپلواک، ناپېیلي او له اقتصادي پلوه په پرمختللي افغانستان ټينګار د ستاينې وړ دريځ بولي.

همداراز د ناستې د ټولو ګډونوالو له لوري د بیارغونې په برخه کې له افغانانو سره د بشري او اقتصادي مرستو د برابرولو لپاره د هڅو د لا ګړندیتوب پر اړتیا ټینګار د مننې وړ دی.

د بهرنيو چارو وزارت باور لري، چې د افغانستان او سيمې امنيت او ثبات يو له بل سره تړلي دي. له دې امله اسلامي امارت، د يوه مسؤول حکومت په توګه، د سيمې هېوادونو ته خپله ژمنه تکراروي چې هېڅ فرد او ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د سيمې د ثبات پرخلاف اقدام وکړي او په دې موخه مو واردمخه د فتنه‌ګرو ډلو او مخدره توکو د کښت او قاچاق پرخلاف کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

غواړو روښانه کړو چې اسلامي امارت، لکه څنګه چې يې د تېر شل کلن اشغال پرخلاف، چې د افغانستان او سيمې امنيت او ثبات ته مستقيم ګواښ و مبارزه وکړه، د يوه خپلواک نظام په توګه به هېڅکله کوم هېواد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په خاوره کې پوځي تاسيسات جوړ کړي. دغه ډول د سيمې له نورو هېوادونو هم په ټينګه هيله لري چې خپله خاوره او فضاء د افغانستان پرخلاف د نورو هېوادونو په واک کې ور نه کړي.

ا. ا. باور لري چې د سيمې امنيت، ثبات او اقتصادي ښېرازي د سيمې د ټولو هیوادونو شريک مسؤوليت دی او بايد په مشترک ډول اقدامات وشي. په دې اساس، د سيمې د يوه مهم هېواد په توګه، په دغه ډول ناستو کې د افغانستان د حکومت د استازو ګډون کولای شي دغه ناستې لا جامع او مؤثرې کړي.

افغان حکومت یو ځل بیا له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د مثبتو اړیکو، اقتصادي پرمختګ او ډاډمن امنیت په ګډون په ټولو برخو کې لا پرمختګونو او سمون ته خپله ژمنتيا په ډاګه کوي.