د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې تودیعي کتنه

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي شیر محمد عباس ستانکزي سره نن په کابل کې د اروپايي ټولنې استازې اغلې رفیلا ایودیچه د مخه ښې کتنه ترسره کړه.
په دې کتنه کې اغلې ایودیچه په افغانستان کې د خپل کار پر مهال د بهرنیو چارو وزارت له مرستو او همکاریو د مننې تر څنگ، د خپل دوه کلن ماموریت د پای ته رسېدو خبر ورکړ.
نوموړې له افغانستان سره د بروکسل پر دوامدارو همکاریو، په ځانگړي ډول د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي چارو له نوې مشر سره ټینگار وکړ او په کابل کې یې د اروپايي ټولنې د نوې شارژدافیرې په توگه د اغلې بوسکوویچ پوهر ویرانیکا له ټاکل کېدو هم خبر ورکړ.
اغلې ایودیچه زیاته کړه، چې لومړی به دوحې ته د افغانستان په اړه د هېوادونو له سفارتونو سره په مفصله ناسته کې د گډون په موخه سفر وکړي، وروسته به په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغانستان په اړه هم مفصله غونډه وکړي.
نوموړي د دوحې په دریمه ناسته کې د اسلامي امارت له گډون د مننې ترڅنگ د اقتصاد په برخه کې د افغانستان له پرمختگونو هم خوښي څرگنده کړه.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اروپايي ټولنې د مرستو قدرداني وکړه او دې ته ته یې د بهرنیو چارو وزارت له اړخه د هر راز همکاریو ډاډ څرگند کړ.