د ازبکستان سفیر د بهرنیو چارو له وزیر سره د مخې ښې لیدنه وکړه

نن په کابل کې د ازبکستان جمهوریت سفیر یادگار خواجه شادمانوف د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره تودیعي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې چې د ازبکستان لپاره د ا.ا.ا. نوماند سفیر شیخ عبدالغفار بحر هم حضور درلود، د بهرنیو چارو وزیر د ا.ا.ا. او ازبکستان جمهوریت ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا په لړ کې د ازبکستان د سفارت رول وستایه.
مولوي امیر خان متقي له فتحې سره سم تر دې دمه په کابل کې د ازبکستان ډیپلوماټیک حضور ارزښتمن وباله او په تاشکند کې یې د افغانستان د ډیپلوماټیک حضور کچې لوړول د دوه اړخیزو اړیکو پرمختگ وباله.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې تاشکند ته د ا.ا.ا. د سفیر له تللو سره به د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو اړیکو کې نوی څپرکی پرانیستل شي.
د ازبکستان سفیر په خپل وار د خپل ماموریت پرمهال د بهرنیو چارو وزارت له همکاريو مننه وکړه او په افغانستان کې ماموریت له خوږو خاطرو ډک وباله.
ښاغلي یادگار خواجه شادمانوف د ازبکستان او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې مخ پر ودې وبللې او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه به گڼو برخو کې د همکاریو پراختیا ته کار وکړي.