د روسیې سفیر د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه وکړه

نن په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
د روسیې سفیر د بهرنیو چارو وزیر ته د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ راتلونکې ناسته کې د گډون بلنه ورکړه.
ښاغلي دیمیتري وویل، د ا.ا.ا. سره اړیکې يې هېواد ته ارزښت لري او د هغه هېواد په کوربه‌توب په ټولو سیمه‌ییزو او نړیوالو ناستو کې د افغانستان پلاوي ته د گډون بلنه ورکول کېږي.
د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته کې د گډون له بلنې مننه وکړه، زیاته یې کړه چې د ا.ا.ا. له پیله د روسیې په نوښت د مسکو فارمټ ناستو کې گډون کړی او په مثبت نظر ورته گوري.
مولوي امیر خان متقي د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته بل فرصت وباله چې په ترڅ کې به يې د روسیې له لوړپوړو چارواکو او د سیمې هېوادونو استازو سره پر دوو اړخیزو مسایلو خبرې اترې وشي