د مسکو فارمټ په شپږمه مشورتي غونډه کې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وینا

مسکو، پرېزډنټ هوټل
4 اكتوبر 2024
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله رب العالمین و صلاة والسلام علی محمدو علی اله واصحابه اجمعین، و بعد،
د افغانستان په اړه د مسکو په شپږمه مشورتي غونډه کې د غړو هېوادونو او مېلمنو هېوادونو محترمو استازو،
سهار مو په خیر،
په پیل کې غواړم د روسیې فدراسیون له حکومته چې د مسکو فارمټ شپږمې مشورتي غونډې ته یې د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي ته بلنه راکړې او همدارنگه د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت له تودې میلمه پالنې او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی سرگي لاوروف څخه مننه وکړم.
د روسیې فدراسیون حکومت د مسکو فارمټ نوښت هغه مهال پیل کړ چې د افغانستان وضعیت مبهم او د اندېښنې وړ و. د هېواد له ازادۍ مخکې هم د مسکو فارمټ د افغانستان اسلامي امارت ته د سیمې او بهر له نفوذ لرونکو هېوادونو سره د خبرو زمینه برابره کړه، چې بې له شکه یې اغېزمن رول لوبولی دی او په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت تل په دې غونډو کې په لوړه کچه گډون کړی.
درنو گډونوالو،
له نېکه مرغه چې د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمېدو د دریو کلونو په تېرېدو سره د افغانستان او سیمې د هېوادونو تر منځ همکارۍ د پام وړ پرمختگ کړی دی.
وروسته له هغه چې د چین ولسي جمهوریت لومړنی هېواد شو چې د روان کال په پیل کې یې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ومانه، له هغه وروسته، له دوه اړخیزو هوکړو وروسته، موږ په دې بریالي شو چې ډیپلوماتان مو د متحده عربي اماراتو او د ازبکستان جمهوریت له خوا هم د سفیرانو په کچه ومنل شي.
له نېکه مرغه دا لړۍ دوام لري او له نورو هېوادونو سره هم په دې اړه رغنده بحثونه روان دي او زمونږ د ډيپلوماسۍ کچه او ساحه ورځ تر بلې زياتېږي. هيله لرو چې له نورو هېوادونو سره هم ښه پرمختگ وکړو.
د یادولو ده چې د قزاقستان او قرغزستان هیوادونو د “طالبانو تحریک” نوم چې په تېرو وختونو کې د اسلامي امارت نوم و، د ممنوعه ډلو له لیست څخه لرې کړ. دا کړنې د ښه سیاسي تفاهم د رامنځته کېدو او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا پر وړاندې د خنډونو د لیرې کولو څرگندویي کوي.
همداراز په دې اړه د روسیې د فدراسیون د لوړ پوړو چارواکو د مثبتو څرگندونو ستاینه کوو او هیله لرو چې په نږدې راتلونکي کې به نور اغېزمن گامونه پورته شي.

درنو گډونوالو،
یو له هغو برخو چې د افغانستان اسلامي امارت پکښې د پام وړ پرمختگ کړی دی، په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینگښت دی.
له نږدې نیمې پېړۍ تپل شوې جگړې او دوامدارو بې ثباتیو وروسته نن افغانستان په ټولیز ډول د امنیت په لور روان دی.
په تېرو دریو کلونو کې توانېدلي یوو چې په افغانستان کې د امنیت له اندېښنو څخه د پرمختگ پر لور، اقتصادي بیارغونې او د پانگونې د جلبولو او د افغانستان خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د افغانستان شته روایت بدل کړو.
په سیمه کې د افغانستان ځانگړی موقعیت ته په کتو، له شک پرته د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو په گټه دی.
په تېرو دریو کلونو کې افغان حکومت د دولتي بنسټونو په ځانگړي توگه د امنیتي بنسټونو د جوړولو بوختیا ترڅنگ، د امنیت د ټینگښت په برخه کې د اغېزناکو اقداماتو په پایله کې له ورانکارو ډلو سره مبارزې ته هم ځانگړې پاملرنه کړې ده، چې الحمد لله د افغانستان اسلامي امارت د امنیتي ارگانونو د همدې اغېزمنو اقداماتو په پایله کې، نن په افغانستان کې هیڅ ډله هم د پښې اېښولو ځای نه لري او هیڅوک نه شي کولای د افغانستان له خاورې څخه د سیمې د امنیت پر ضد کار واخلي.
د یادولو ده، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې په افغانستان کې د داعش په نامه چې کوم بریدونه شوي، ډېری یې د نورو هېوادونو اتباع وو او له بهر څخه افغانستان ته داخل شوي وو.
له دې فرصت څخه په استفادې د سیمې له ټولو هېوادونو غواړو چې د داعش په مخنیوي کې د خپلو اتباعو د استخدام او بیا افغانستان او نورو هېوادونو ته د تخریبي عملیاتو د ترسره کولو لپاره د هغوی د لېږلو په مخنیوي کې همکاري وکړي.
تر لاسه شوي معلومات ښيي چې په دې وروستیو کې داعش توانېدلی چې د افغانستان له پولو بهر د روزنې او تجهیز مرکزونه جوړ کړي چې افغان حکومت یې اندېښمن کړی دی.
کله ناکله د ځینو هېوادونو استازي د ملگرو ملتونو په امنیت شورا او یا هم رسنیو کې په افغانستان کې د گواښونو د موجودیت په اړه اندېښنې څرگندوي.
دا څرگندونې په بشپړه توگه بې بنسټه دي او باور لرو چې د افغانستان په اړه د معلوماتو خلا شتون لري او یا د تخریبي کړیو لخوا د معلوماتو تحریف نړیوالو سازمانونو ته لاره موندلې ده.
زموږ غوښتنه دا ده چې افغانستان ته دې د بهرنیانو له سترگو ونه گوري، بلکې د باوري معلوماتي سرچینو په کارولو دې ډاډ ورکړي. موږ په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو یو.
د امنیت ترڅنگ، نشه¬یي توکي چې د سیمې او نړۍ لپاره یوه جدي اندیښنه وه، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د مسوولانه او جدي پالیسیو په پایله کې د نشه¬یي توکو د هر ډول کښت، پروسس او قاچاق مخه نیول شوې ده.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې له بهر څخه افغانستان ته د پروسس¬شویو نشه¬یي توکو د قاچاق شاهدان یوو او له ټولو گاونډیو هېوادونو څخه هیله لرو چې د دې ستونزې په مخنیوي کې همکاري وکړي.
یو خپلواک، امن، باثباته، پرمختللی او له هر ډول نشه¬یي توکو څخه پاک افغانستان د سیمې او نړۍ په هر اړخیزه گټه دی.
درنو گډونوالو،
په افغانستان کې ډاډمن امنیت موږ او زموږ اقتصادي شریکانو ته دا فرصت راکړی، چې د سترو سیمه¬ییزو پروژو عملي کار پیل کړو چې له بده مرغه د لسیزو راهیسې ځنډول شوې وې.
د سترو سیمه¬ییزو پروژو عملي کار پیل، لکه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې پروژه، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد پروژه (تاپ)، په افغانستان کې د اورگاډي د پراختیا او د نوري فایبر غځول هغه سترې پروژې دي چې تېره میاشت د افغانستان-ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو له خوا پرانستل شوه.
په ورته وخت کې، دا پرمختگونه ښیي چې بالاخره د دې وخت دی چې په افغانستان کې له رامنځته-شوي فرصت څخه گټه پورته شي او افغان حکومت لېواله دی چې د اقتصادمحوره بهرنۍ پالیسۍ پر مخ وړلو سره د سیمه¬ییز اتصال په پار د عملي همکارۍ مرحلې ته داخل شي.
د يادونې ده چې افغان حکومت لېوالتیا لري چې د افغان ټرانس، د لاجورد لاره، د شمال-جنوب دهلېز، د کاسا ۱۰۰۰ پروژه او د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان د اورگاډي پټلۍ په گډون د سيمه¬ييزو اتصال نورو پروژو د سیمه¬ییزو شریکانو په همکارۍ په نږدې راتلونکې پیل شي.
احصایې ښیې چې په تیرو دریو کلونو کې له گاونډیو او د سیمې هېوادونو په ځانگړې توگه ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او د روسیې له فدراسیون سره زموږ سوداگري زیاته شوې ده.
په افغانستان کې د پانگونې د جلب لپاره مناسب شرایط رامنځ ته شوي دي. د کانونو، کرنې، لمریزې، باد او اوبو انرژۍ، ټرانزیټي لارو لکه لویو لارو او اوسپنې پټلۍ او صنعتي فابریکو کې د پانگونې ښه فرصتونه برابر شوي دي.
درنو گډونوالو،
دې هدف ته د رسیدو لپاره له یو بل سره سم سیاسي تفاهم او د امکان تر حده د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پراختیا ته اړتیا ده.
له همدې امله زه وړاندیز کوم چې دا میکانیزم د کوربه هېواد او د مسکو فارمټ د غړو هېوادونو په همکارۍ د افغانستان او سیمې ترمنځ د همکارۍ په بهیر بدل شي.
دا به له یوې خوا د روسیې فدراسیون د دغه ارزښتناکه نوښت لپاره روښانه لاره او روښانه موخې وټاکي او له بلې خوا به د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د عملي همکاریو په پراختیا کې ارزښتناکه رول ولوبوي.
په پای کې، په منځني ختیځ کې د ناوړه وضعیت په اړه یادونه اړینه بولم. له بده مرغه د صهیونیستي رژیم له خوا د غزې د مظلومو خلکو د بې¬رحمانه وژنې په مخنیوي کې نړېوال حاکم نظام ناکامه شو او په عملي توگه د ملگرو ملتونو موثریت یې تر پوښتنې لاندې کړی دی.
نه یوازې دا چې په غزه کې د نسل¬وژنې مخه ونه نیول شوه، بلکې د هرې ورځې په تېریدو سره په سیمه کې د اسرائیلي رژیم وحشتونه او جنایتونه مخ په پراخېدو ده.
تمه ده چې په سیمه او نړۍ کې نفوذ لرونکي لوبغاړي به د مسوولیت احساس وکړي او په غزه، لبنان او نورو سیمو کې د خلکو د وژنې د پای ته رسولو لپاره بېړني او عملي اقدامات وکړي.
ډېره مننه
ښه ورځ ولرئ!