د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په بلوچستان کې پر افغان کاریگرو برید کلک غندي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت بلوچستان ایالت دوکۍ سېمه کې د سکرو کانونو په کاریګرو د ناپېژانده وسلوالو بریدونه چې له امله یې د ۴ افغانانو په ګډون ۲۰ تنه کاریګر شهیدان شوي، په کلکو ټکو غندي.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو سره له هغوی سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي. د الله متعال له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.
همدا راز د پاکستان په حکومت غږ کوي چې د دا ډول پېښو د مخنیوي په پار لازم اقدامات تر سره کړي.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په کوېټه کې د افغانستان اسلامي امارت لویې قونسلګرۍ ته دنده سپارلې ده چې افغانستان ته د افغانانو د جنازو د انتقال په اړه اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.