نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت نوي سفير عليرضا بیکدلي تعارفي ناسته وکړه.
په پيل کې د بهرنیو چارو وزیر د ایران نوي سفير ته ښه راغلاست ووایه، په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د بهرنیو چارو وزارت به ورسره د اړوندو چارو په ښه ترسره کولو کې مرسته کوي.
ښاغلي علیرضا بېکدلي هم په خپل وار د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته د هغه د ایراني سیال سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کړې او هیله یې څرگنده کړه چې وکولای شي د خپل ماموریت په موده کې د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پراخې کړي.
د ايران نوي سفير وويل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په موخه غواړي په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړپوړي پلاوي سفرونه وکړي.