د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت پر سوریه د صهیونیستي رژیم بمبار او تېری په کلکو ټکو غندي

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په خپلواکه خاوره د صهیونیستي رژیم پرله پسې بمبارۍ په کلکو ټکو غندي او دغه پېښې د سوریې د آزادۍ او استقلال څرګند نقض بولي.
په سوریه کې د بشار الأسد د نظام له نسکورېدو وروسته د صهیونیستي یرغلګر رژیم د خپلو وحشتونو په دوام د سورېې پر خاوره تېری او د یو لړ نظامي تاسیساتو او شتمنیو سربېره ملکي سیمو بمبار درانه ځاني او مالي تلفات رامنځته کړي دي. دغه خطرناک اقدام د هغې ناکامي ستراتیژۍ دوام دی چې صهیونستي رژیم یې د منځني ختیځ په بېلا بېلو هیوادونو کې د خپلو نامشروع اهدافو تر لاسه کولو لپاره پر مخ وړي.
د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزارت د سوریې د خلکو په اراده د خپلواک حکومت څخه له ملاتړ تر څنګ په ښکېلو سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو غږ کوي چې د سوریې ملت د خپل راتلونکي په باب خپل مستقل او آزاد انتخاب ته پرېږدي تر څو له هر ډول بهرنیو فرمایشونو او فشارونو پرته د خپل هېواد برخلیک په خپله وټاکي.