د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د سوریې د انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر أسعد حسن الشیباني سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په سر کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ته د هغوی د بریا له امله مبارکي ورکړه او د نوي
حکومت د بريا هيله يې وکړه.
مولوي امیر خان متقي ښاغلي أسعد حسن الشيباني ته د بهرنيو چارو د وزير په توگه د گومارنې له امله هم مبارکه ورکړه او د کامياب ماموريت هيله یې څرگنده کړه.
متقي صاحب له بریا وروسته د سوریې حکومت د عفوې او ښې حکومتولۍ لپاره دریځونه وستایل او هیله یې څرگنده کړه چې افغانستان او سوریه وکولای شي منظمې دیپلوماتیکې اړیکې رامنځ ته کړي.
د بهرنیو چارو وزیر وويل افغانانو نږدې نیمه پېړۍ کړاوونه لیدلي او د سوريې اوسنی وضعیت ښه درک کولای شي.
د سوریې د انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر په خپل وار د ټیلفون له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د ښکېلاک پرخلاف د افغانانو شل کلنه مبارزه مهمه تجربه وه چې زده کړه ترې کېدای شي.
ښاغلي أسعد حسن الشیباني زیاته کړه، چې د سوریې خلکو شاوخوا پنځوس کاله سخت کړاوونه لیدلي او اوس له پخواني رژیم څخه ډیرې ناخوالې را پاتې دی.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم هيله څرگنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پراخې شي او د دواړو لوريو پلاوي ليده کاته ولري.