د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي مقاومت غورځنگ (حماس) او اسراييلي اشغالگر رژیم ترمنځ د اوربند د هوکړې د هر کلي تر څنگ د منځگړو هیوادونو، په ځانگړي ډول د قطر او مصر دولتونو له هڅو مننه کوي.
د اوربند دغه هوکړه د فلسطیني ولس د افسانوي زغم او د غزې په تړانگه کې د زړور مقاومت د څه د پاسه پنځلس میاشتو تاریخي مبارزې او قربانیو پایله ده. د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي مقاومت مشرتابه او د فلسطین صابر ولس ته د دې لویې لاستهراوړنې مبارکي وايي.
اوس اړینه ده چې د هوکړې ټول پړاوونه په داسې بڼه بشپړ عملي شي چې اوربند دوامداره او بشري مرستې په بېړنۍ توگه د غزې ولس ته ورسېږي. د پخوانیو هوکړو پايلو ته په پام، ښکېل لوري او نړیواله ټولنه باید ډاډ تر لاسه کړي چې اسراييلي رژیم د خپلې برخې ژمنې په مسؤولانه توگه ترسره کړي.
په منځني ختيځ کې تلپاتې سوله او آرامتیا یوازې د فلسطین د قضیې د مشروع حل او د فلسطیني ولس د خپلواکۍ له لارې ترلاسه کېدلای شي.
د ا.ا.ا. به د تېر په څېر د افغان ملت په استازولۍ د یو خپلواک فلسطیني دولت او فلسطیني ولس ملاتړ ته دوام ورکوي.