د بهرنيو چارو وزير د قزاقستان د لومړي وزير له مرستيال سره لیدنه وکړه

په دې ناسته کې پر دوو اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو، په ځانگړې توگه پانگونې، سوداگرۍ، ټرانزيټ او ټرانسپورټ په اړه خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير قزاقستان سره د افغانستان ا.ا. اړيکې مثبتې وارزولې او په تېرو درې نيمو کلونو کې يې دوو اړخيزو اړيکو کې پرمختگونه د ستاينې وړ وبلل.

مولوي امير خان متقي ډاډ ورکړ چې ا.ا. لېواله دی چې قزاق لوري سره په سياسي، ټرانسپورټي او ټرانزيټي برخو کې اړيکې لا پراخې کړي.همدا راز د بهرنیو چارو وزیر د تجارتي اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ د ودې په پار له قراقستاني پلاوي وغوښتل چي د ویزو په ورکړه کي دي زیادت او آسانتیا رامنځته شي.
د بهرنيو چارو وزير د وسپنې پټلۍ په برخه کې د قزاقستان پانگونه گټوره وبلله او هيله يې څرگنده کړه چې دواړه هېوادونه وکولای شي چې سيمه‌ييز اتصال کې مؤثر رول ولوبوي.
محترم مولوي امير خان متقي وړانديز وکړ چې افغانستان او قزاقستان په گډه د سيمې نورو هېوادونو سره په همغږۍ د ټرانزيټ په لار کې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره کار وکړي.

د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال افغانستان په سيمه کې د قزاقستان لپاره مهم او نه بېلېدونکی شريک وباله او زياته يې کړه چې هېواد يې تل افغانستان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې اړيکې ساتلي دي.
ښاغلي ژومانگارين کابل ته د خپل سفر موخه په کابل کې د قزاقي توکو د نندارتون ترڅنگ د افغانستان د وسپنې پټلۍ په برخه کې د تورغنډۍ-هرات وسپنې پټلۍ پر ليکه د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په کچه پانگونه یاده کړه.
ده همداراز وويل، چې هېواد يې غواړي د افغانستان هرات ولايت کې د ټرانسپورټ او لوجسټيک مرکز جوړ کړي.
په پای کي دواړو لوریو د ورته سفرونو او ناستو پر زیاتوالي ټینگار وکړ.