د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره نن په کابل کې د ترکیې جمهوریت سفیر ښاغلي جینک اونال ولیدل.
په دې ناسته کې د افغانستان او ترکیې مخ پر ودې دوو اړخیزو اړیکو، وروستيو پرمختګونو او ځینو سیمهییزو مسایلو خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير د ترکيې بشري مرستې وستايلې او د افغانستان او ترکيې دوې اړخيزې اړيکې يې مخ پر ودې وبللې.
د ترکيې سفير پر خپل وار د دواړو هېوادونو دوې اړخيزې اړيکې رغنده يادې کړې او په افغانستان کې يې د ترکيې د همکاريو په اړه هراړخيزې خبرې وکړې.