په کابل کې د اندونیزیا هیواد نوي شارژدافیر نندا ایوالیست د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره تعارفي لیدنه وکړه.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر, ښاغلي نندا ایوالیست ته په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه: اندونیزیا د اسلامي نړۍ له مهمو هیوادونو څخه دی او د افغانستان اسلامي امارت لیواله دی چې له اندونیزیا سره په مختلفو برخو کې مثبتې او پراخې اړیکې ولري.
متقي صاحب په اندونیزیا کي د اسلامي امارت د دیپلو ماتانو د منلو او په بېلابېلو برخو کي د اندونیزیاهیواد د ملاتړ مننه وکړه.
د اندونیزیا شارژدافیر ښاغلي نندا ایوالیست د اندونیزیا او افغانستان تر منځ د ښو او پراخو اړیکو پر ضرورت ټينګار وکړ او زیاته يې کړه: چې د خپل ماموریت په دوره کې به د افغانستان ځمکني واقعیتونه او پرمختګونه د اندونیزیا له حکومت او اولس سره شریکوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ به د رغنده اړیکو جوړولو لپاره کار کوي.