د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ورور هیواد قطر د راس لفان په صنعتي ښار کې د وروستۍ پېښې له کبله، چې ګڼو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې، خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګندوي او د قطر له دولت، ولس او د قربانیانو له کورنیو سره خپل د غمرازۍ مراتب شریکوي.
د بهرنیو چارو وزارت ټپیانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا هیله کوي، د قربانیانو لپاره د الله تعالی له دربار څخه د مغفرت او رحمت دعا کوي او د هغوی کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.