د بهرنیو چارو وزارت معین د ایران د خارجه وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمد نعیم د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري سره وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي، سياسي او سوداګریزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او په دې برخه کې له شته فرصتونو اغېزمنه استفاده او د ستونزو په حل يې خبرې وشوې.

همدارنګه د مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې او د ويزو په برخه کې د لا آسانتياوو رامنځته کولو او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ په اړه تبادل د نظر وشو.

ښاغلي قنبري وويل، ایران چمتو دی چې د هرات – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو، د کانونو د استخراج او د برېښنا د تولید په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

دغه راز محترم دوکتور محمد نعیم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا مهمه وبلله او په دې برخه کې یې پر ګډو هڅو او همکاریو ټینګار وکړ.

Click here to continue