د بهرنیو چارو وزارت په انگړ کې د ستوري/ستور لرغونې ماڼۍ، چې د امیر عبد الرحمن خان د واکمنۍ په مهال په ۱۹۰۱ز کال کې د ارگ د باغ لوېدیځ لوري ته جوړه شوې ده، د دې وزارت د لومړني پیل دفتر او مقر یادېږي. له وزارتي جوړښت مخکې، لومړی د ”اداره فاخره“ په نوم یادېده او په ۱۲۹۸ل کې د ”مقام نظارت امور خارجه“ په نوم ونومول شوه.
له ۱۳۰۱ل کال څخه دا ماڼۍ د بهرنیو چارو وزارت ته ځانگړې او له همدې نېټې د وزارت په نوم ونومول شوه، چې ورسره سم د هېواد د بهرني سیاست او ډیپلوماسۍ په لړ کې د افغانستان د بهرنیو چارو د لومړني وزیر، محمود طرزي، په غوراوي د بهرنیو چارو وزارت د اوسني جوړښت بنسټ یادېږي.