کور پاڼه   >   قونسلي چارې    >  پاسپورټ  >   ځانگړی پاسپورټ

ځانگړی پاسپورټ

د اسلامي امارت د علیا مصالحو پر بنسټ او د نافذه قوانیو په رڼا کې امارتي لوړ رتبه چارواکو او کورنیو ته یې په غیر رسمي سفرونو کې د اړتیا په مهال د ځانگړي پاسپورټ اجرا او صادرېدل د منل شوو امارتي لوائحو پر بنسټ یوازې د بهرنیو چارو وزارت له قونسلي ریاست څخه تر سره کېږي.

کړنلار او شرطونه
• ځانګړی پاسپورټ په غیر رسمي سفرونو کې د امارت کارمندانو ته، چې په دوهم بست یا په لوړ بست کې دنده ولري او نظامي کارکوونکو ته، چې رتبه یې بریډ جنرال وي صادریږي.
• ځانګړی پاسپورټ د عالي مقام چارواکو ماشومانو ته چې عمر یې له ۱۸ کلنۍ ښکته وي صادریږي.
اړین اسناد وړاندې کول
  • د اړوندې امارتي ادارې رسمي مکتوب.
  • د الکترونیکي تذکرې کاپي.
  • د اړوند وزارت/ادارې پېژندکارټ
  •  دوه انځورنه (4×5 کچه).(یو انځور به د فورمې په ځانگړي ځای کې د اړوندې ادارې په مهر تایید شوی وي).
  • د لاسلیک نمونه (غوښتونکی به خپل لاسلیک په سپینه پاڼه له فورمې سره مل کوي).
  • د ځانگړي پاسپورټ اړوند د محترم ریاست الوزراء یا د بهرنیو چارو وزارت د مشرتابه حکم.
  • د ځانکړي پاسپورټ غوښتنې فورمه (له تړوني پرلیکه بشپړول).