۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت د لومړي سیاسی ریاست مرستیال ښاغلی مغفورالله شهاب په مشرۍ یو پلاوي اندونیزیا ته سفر وکړ.

یاد پلاوي په اندونيزيا کې د افغانستان له سفارت څخه ليدنه وکړه، د سفارت کاري چارې يې وارزولې او خپلو ډيپلوماټانو ته یې د چارو د ښه والي او روڼتيا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
همداراز پلاوي په اندونيزيا کې له ځینو علماوو، سياستوالو او سوداګرو سره د دوه اړخیزو سياسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت او پياوړتیا په برخه کې ګټور ملاقاتونو او بحثونه وکړل .
پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې دمختلفو هيوادونو )سريلانکا، بنګله دېش او سنګاپور( له سفيرانو او شاژدافیرانو سره هم ليدنې کړې چې په ترڅ کې یې د مخدره موادو پر کښت او قاچاق بندیز، د معتادینو درملنه، په هیواد کې د تأمین شوي امنیت، په صادراتو کې زیاتوالی، د پولي ثبات ټینګښت، له ګاونډیو سره ښې اړیکې، ترانزیتي اسانتیاوې او داسې نورو هغو فرصتونو چې د امارت د تیرو څه ‏کم دوو کلونو په ترڅ کې رامنځته شوې د لاسته راوړنو په توګه يادونې ترسره شوې .
دیادو هېوادونو استازو په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو ټینګښت او پیاوړتیا یې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه وبللې او همداراز تیرو اړیکو ته په کتو،په دوه اړخیزو اړيکو بحثونه وشول.