بهرنیو چارو وزیر د ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ اوومې دورې محصلینو ته وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د دغه وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د اوومې ډیپلوماسۍ دورې محصلینو  ته «د افغانستان اسلامي امارت بهرنۍ ډیپلوماسي» تر سرلیک لاندې مفصله وینا وکړه.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د بهرنۍ پالیسۍ پر اساسي اصولو، د ډیپلوماسۍ پر ارزښت، د ډیپلوماټانو پر مسلکي او اخلاقي ځانګړتیاوو، د ملي ګټو پر ساتنې او له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

همداراز، د بهرنیو چارو وزیر د یادې دورې ګډونوالو ته د مطالعې، د زده‌کړو د دوام، مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د ډیپلوماټیکو مهارتونو د پیاوړتیا په اړه اړینې سپارښتنې وکړې.