بهرنیو چارو وزیر مسکو کې افغان سفارت لپاره ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو محترم وزیر مولوي امیرخان متقي، چې په مسکو کې د ا.ا.ا سفیر ښاغلي مولوي ګل حسن حسن یې ملتیا کوله، په مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره له ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه وکړه.

یاده ۱.۶۸ هکتاره ځمکه د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو استازولیو د خدمتونو د عمومي ادارې (УПДК) له لوري د مسکو ښار په یوه مهم او ستراتېژیک موقعیت کې د افغانستان سفارت لپاره ځانګړې شوې ده.

د پلان له مخې، پر دې ځمکه به د افغانستان سفارت ودانۍ او نور اړین تأسیسات جوړ شي، چې په بشپړېدو سره به د سفارت د اداري، قونسلي او کلتوري فعالیتونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

Click here to continue