د دوحې پروسې تر چتر لاندې کاري ډلو ناسته ازبکستان کې پیل شوه

د دوحې پروسې تر چتر لاندې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکتور د ملاتړ کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته نن د ازبکستان په ترمذ ښار کې پیل شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو او نړیوالو کنفرانسونو رئیس، ښاغلي سید محی‌الدین سادات، په مشرۍ د امارت د اړوندو ادارو هیئت، د یوناما، اړوندو نړیوالو سازمانونو، د کوربه هېواد ازبکستان په ګډون د دوحې پروسې د غړو هېوادونو، د خصوصي سکتور استازي او متخصصین ګډون لري.

د ناستې په ترڅ کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د معیارونو، تصدیق او صادراتو ته د چمتووالي، د بدیل معیشت او ټولشموله اقتصادي ودې پر موضوعاتو بحث کېږي.

ټاکل شوې چې د ګډونوالو ترمنځ د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، بازارونو ته د لاسرسي او د عملي همکاریو د لارو چارو په اړه هم نظرونه تبادله شي.

دغه ډیالوګ به د نومبر تر ۵مې نېټې دوام وکړي.